د چين د احصائيې ملي ادارې په دې وروستيو کې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د روان کال په لومړۍ ربع کې د دغه هېواد د کورني توليد عمومي ارزښت ۳۳ ټريليونو، ۴۱۹ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۵ سلنه زياتوالی او د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله ۰.۵ سلنه لوړوالی ښيي.
له دې جملې څخه، د کرنیزو چارو اضافي ارزښت يې ۱ ټريليون، ۱۹۴ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه يوانه زيات شوی، چې دا د تېر کال د ورته مودې په نسبت ۳.۸ سلنه زياتوالی ښيي.
د صنایعو چارو اضافي ارزښت يې ۱۱ ټريليونه، ۶۱۳ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونو يوانو ته رسیدلی، چې دا بیا د تېر کال د ورته مودې په مقايسه ۴.۹ سلنه زياتوالی ښيي.
د خدمتي چارو اضافي ارزښت یې بیا ۲۰ ټريليونه، ۶۱۱ ميليارډه او ۷۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې دا د تېر کال د ورته مودې په نسبت ۵.۲ سلنه زياتوالی ښيي.




































