د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اپریل په ۱۵مې نېټې د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
عراقچي وانګ يي ته د ایران او امریکا د مذاکراتو تازه مالومات او د تهران راتلونکې کړنلاره معرفي کړې او نیت یې ښودلی، چې هېواد به یې د سوله ییزو خبرو له لارې سمه او عملي لاره پیدا کړي.
نوموړي په سیمه کې د وضعیت د ارامولو لپاره د چین د کوښښونو ستاینه کړې او تمه یې ښودلې، چې چین به د دې جګړې د پای ته رسېدلو لپاره فعال رول ولوبوي.
وانګ يي ویلي، چین د خپل حاکمیت او ملي حیثیت د ساتلو په برخه کې د ایران ټينګ ملاتړ کوي او په خبره یې، د چين دولت رئیس شي جين پينګ د منځني ختیځ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره څلور فقره ییز وړاندیز مطرح کړی او د بحران د لرې کولو لپاره یې د چین لایحه وړاندې کړې ده.
چین د ايران او امريکا ترمنځ د اوربند له غځېدو او د خبرو له بیا پیلېدو ملاتړ کوي او همدا د ایرانیانو له بنسټیزو ګټو او د سیمې د هېوادونو او د نړیوالې ټولنې له ګډو هیلو سره سمون لري.




































