د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي او د دولت رئیس شي جین پینګ مېرمنې پنګ لي یوان او د ویتنام د کمونېست ګوند د عمومي منشي او د دولت رئیس مېرمنې نګو فونګ لي د اپرېل د ۱۵مې نېټې په سهار د چین له ملي تیاتر څخه لیدنه کړې ده.
پنګ لي یوان له تياتر څخه د لیدنې پرمهال رسنيو ته ويلي، چې چین او ویتنام په جغرافیایي لحاظ سره تړلي او کلتوري ورته والی لري. هغې هیله ښودلې، چې د چین او ویتنام کلتوري ادارې او هنرمندان د دواړو هېوادونو د دوستۍ د پياوړتیا لپاره پر مختلفو لارو د نظر تبادلې او همکارۍ وکړي.
نګو فونګ لي له پنګ لي یوان څخه د هغې د تودو ترتیباتو صادقانه مننه کړې او د کلتوري پرمختګ او هنري نوښت په برخه کې يې د چین د لاسته راوړنو ستاینه کړې ده او د دواړو هېوادونو په کلتوري او هنري برخو کې د تبادلو د فعالې ودې او د ویتنام او چین ملګرتیا ته د پرمختګ ورکولو په برخه کې یې لېوالتیا ښودلې ده




































