د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل د ۱۵مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او دولت رئيس تولام سره ليدلي دي.
شي جين پينګ یو ځل بیا تولام د ویتنام د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلي او په خبره یې، تولام د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته چین ته سفر وکړ او دا د چین او ویتنام د اړیکو پرمختګ ته د نوموړي د لوړ درناوي ښودنه کوي.
نوموړي ويلي، د سوسیالیستي نظام او د کمونېست ګوند د واکمنۍ مقام ساتل د دواړو هېوادونو د ګوندونو ترټولو لویه ګډه ستراتیژیکه موخه ده او دواړه خواوې دې د ګوندونو ترمنځ ځانګړی رول ولوبوي، د لوړې کچې نږدې تبادلې دې وساتي او سیاسي متقابل باور دې پیاوړی کړي.
شي جين پينګ زياته کړې، چين او ويتنام دې د ستراتیژیو په برخه کې تبادلې ګړندې کړي او د بنسټیزو تاسیساتو ابادۍ ته دې لومړیتوب ورکړي او خپلمنځي همکارۍ دې د مصنوعي ځیرکتیا او سیمیکمډکټرونو په شمول نویو برخو ته وغځوي.
د چين او ويتنام اړوندو ادارو د رئیس شي جين پينګ او تولام په حضور کې د ګوندونو، عامه امنیت، اقتصاد او ګمرکي همکاريو په شمول د دوه اړخیزو همکاریو سندونه لاسلیکونه کړي دي.
تر يادو خبرو مخکې، شي جین پینګ او د هغه مېرمنې پنګ لي یوان د خلکو د لوی تالار د ختیځې دروازې پر وړاندې د تولام او د هغه مېرمنې ته هرکلی ووایه.




































