په مسکو کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د روسیې د مرکزي بانک له لومړي مرستیال ولادیمیر چیستیخین سره کتنه کې د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي او د مستقیمو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو، د پیسو د لېږد د اسانتیا او سوداګرو ته د خدماتو پر ښه والي يې ټینګار کړی. بلخوا روسي لوري افغانستان سره د بانکي سیستم د پیاوړتیا او اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.




































