د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران او لبنان سره د هوکړو لپاره هڅې روانې دي او تمه لري چې په دې برخه کې به مثبت پرمختګونه وشي. ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، که څه هم ښايي ځینې اختلافونه موجود دي، خو د ده په وینا دا دومره لوی نه دي چې حل نه شي، او زیاتوي چې د خبرو له لارې به حل لارې وموندل شي. نوموړي تر دې وړاندې ادعا کړې وه، چې ایران ورسره د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه هوکړه کړې ده، خو تهران دا ادعا رد کړې ده.




































