د چین د دفاع وزارت ویاند جانګ شیاو ګانګ د اپرېل په ۱۷مه نېټه له تایوان تنګي څخه د جاپان د پوځي بېړۍ د تېرېدو په اړه رسنیو ته ویلي، د چین د ازادۍ بښونکي پوځ ختیځې قومندانۍ د سمندري او هوايي ځواک د یادې جاپاني بېړۍ پوره څارنه کړې او اغېزمن کنټرول یې کړی دی. بېجینګ توکیو ته جدي احتجاج څرګند کړی دی.
نوموړي وويل، چین له جاپان غوښتي چې د یو چین د پېژندنې اصول او د دواړو هېوادونو د څلورو سیاسي سندونو اصول مراعات وکړي چې خپله ناسمه کړنه دې پای ته ورسوي. د چین ځواکونه تل د خپل هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره له بهرنۍ لاسوهنې سره په مقابله کې دي.




































