د چين د دولت رئيس ځانګړی استازی او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيال رئيس شاو هونګ د اپرېل په ۱۶مه نېټه د کانګو د ولسمشر دانيس ساسو ګويسو د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی او یوه ورځ وروسته یې له یاد ولسمشر سره ځانګړي کتلي هم دي.
ښاغلي شاو هونګ ولسمشر ساسو ته د رئیس شي جين پينګ نېکې هیلې وړاندې کړې او ویلي یې دي، چین غواړي له کانګو سره د مشرانو موافقې ښې تطبیق کړي، خپلمنځي ګټورې همکارۍ لا نورې ژورې کړي.
ولسمشر ساسو د کانګو او چین ترمنځ د اړیکو ټینګښت ستایلی او دا نیت یې ښودلی چې غواړي له چین سره په مختلفو برخو کې همکارۍ لا نورې ژورې کړي، د نړیوالو موضوعاتو په اړه خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي، څو د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه وهڅول شي.




































