د پاکستان په کراچۍ ښار کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي، چې ډېری قربانیان یې موټرسایکل سپاره دي. د جیونیوز د راپور له مخې، وروستۍ پېښه د «ګلستان جوهر» په سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې د اوبو یو ټانکر له موټرسایکل سره ټکر کړی او چلوونکی یې مړ کړی دی. له پېښې وروسته قهرېدلو خلکو ټانکر ته اور اچولی دی. تر دې وړاندې هم په دوو جلا پېښو کې دوو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. د ژغورنې ادارو په وینا، یوازې سږ کال په کراچۍ کې ۳۲۷۵ کسان ټپیان شوي او ګڼ کسان د درنو وسایطو د ټکرونو له امله مړه شوي دي.




































