د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶م کال د چیني ژبې ورځې فعاليت او د هېواد په بهر کې د چين ميډيا ګروپ د ويډيوګانو فیسټیوال د اپرېل په ۱۷مه نېټه په جینوا کې ترسره شو. د چین ميډيا ګروپ مشر شن های شیونګ دغه فعاليت ته ويډيويي وينا وکړه. په جینوا کې د م.م د دفتر عمومي رئیسې تاتیانا والووایا په دغه فعاليت کې حضوري ګډون او يوه وينا يې وکړه. په دې فعالیت کې له ۳۰ د زیاتو هېوادونو څه باندې ۳۵۰ میلمنو برخه واخیسته.
تاتیانا والووایا په خپله وينا کې ويلي، چیني ژبه چې د م.م د ۶ رسمي ژبو څخه یوه ده، د چین او نړۍ ترمنځ او د چیني کلتور او نورو کلتورونو ترمنځ د تبادلې یوه مهمه وسيله ده او په څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کې مهم رول لوبوي.
شن های شیونګ وویل، چې د چين ميډيا ګروپ تل د چیني کولتور د خپرولو او د کلتوري تبادلې د هڅولو مسئوليت په غاړه اخیستی دی. د ميډيا ګروپ لخوا جوړ شوي کلتوري پروګرامونه د چيني او بهرنيو ليدونکو لخوا ډېر خوښيږي.




































