د چين د مصرفي توکو شپږم نړيوال نندارتون د اپريل په ۱۸مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه نړيوال نندارتون سږنۍ دورې بې ساري زيات نندارچيان راجلب کړي، عمومي مساحت او د نړيوالو توکو انډول يې نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی.
د چين د مصرفي توکو شپږم نړيوال نندارتون د اپريل له ۱۳مې نه تر ۱۸مې نېټې پورې د دغه هېواد په های نان ولايت کې تر سره شوی دی. د دغه نړيوال نندارتون عمومي مساحت ۱۴۳ زره متر مربع ته رسېدلی، چې د تېرې دورې په پرتله ۱۳ زره متر مربع زيات شوی؛ د ۶۷ هېوادونو او سيمو ۳۴۱۳ برنډونو پکې خپل توکي نندارچيانو ته ښودلي، له دې جملې څخه د نړيوالو توکو انډول ۶۵ سلنې ته رسېدلی، چې د تېرې دورې د ورته انډول په پرتله ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي.




































