د چين خدمتي صنعت د سږکال په لومړۍ ربعې کې چټک پرمختګ موندلی او د دغه هېواد په اقتصادي زیاتوالي کې يې ۶۳ اعشاریه ۲ سلنه ځای نيولی دی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه ډېروالی ښيي.
د چين د خدمتي صنعت پرمختګ د دې ښکارندويي کوي، چې په دغه هېواد کې د خدمتي صنعت رول نور هم مهم شوی او د اقتصادي زیاتوالي کليدي ځواک يې ګرځېدلی دی.
د معلوماتو له مخې، د سږکال په لومړۍ ربعې کې د چين د خدمتي صنعت د زياتوالي ارزښت ۲۰ ټريليونو، ۶۱۱ ميليارډو او ۷۰۰ میليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي. په دې جمله کې د عصري خدمتي صنعت د زياتوالي ارزښت يې مخکښ ځای لري او د انفومېشن انتقال، سوفټ وېر او انفومېشن تخنيک خدمت يې ۱۰ اعشاریه ۶ سلنه او د کرايې او سوداګرۍ خدمت يې ۱۲ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی دی.
د چين دغو خدمتونو د خدمتي صنعت د زياتوالي ارزښت ته ۱ اعشاريه ۹ سلنه ډېروالی رسولی دی.




































