د چين د وارداتو او صادراتو د ۱۳۹م نندارتون لومړی پړاو د اپريل په ۱۹مې نېټې د چين د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګجو ښار پای ته ورسېد.
د چين د بهرنۍ سوداګرۍ مرکز په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د دغه نندارتون په لومړي پړاو کې د ۲۱۶ هېوادونو او سيمو ۱۶۷ زرو بهرنيو پېرودونکو سوداګرو ګډون کړی و، چې دا د تېرې دورې په پرتله ۵ اعشاريه ۹ سلنه زیات او هم تر پخوانيو دورو ډېروالی ښيي .
د دغه نندارتون لومړی پړاو د پرمختللي توليد پر سرلیک ترسره شوی او څه باندې ۲۵ زره غرفۍ يا نندارځي پکې جوړ شوي وو او شاوخوا ۱۲ زرو تصديو پکې ګډون کړی و.
دغه نندارتون په درېيو پړاوونو کې ترسره کېږي، چې د مې تر ۵مې نېټې پورې به دوام ولري.




































