ځيني هېوادونه په مکرر ډول د خپل هېواد د ” بیا پراخولو او لویولو” خبرې کوي او د نړيوالې ټولنې اندېښنې يې راپورته کړې دي.
ریښتینی لویوالی د شخړو په رامنځته کولو او تاوتريخوالي جوړولو يا د بل هېواد په تسليمۍ پسې نه دی تړلی، بلکې دا هغه وخت شونی دی، چې له نورو هېوادونو سره باثباته پرمختګ وکړي او فرصتونه ورسره شريک کړي.
چين په همدې برخه کې غوره رول لوبوي.
چین په دې وروستیو کې د روان کال د لومړۍ ربعې اقتصادي معلومات خپاره کړي، چې له مخې يې کورنی ناخالص تولید يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه زیات شوی او دا شمېر یې د روان کال په پیل کې د ټاکلي هدف اکثر حد ته رسېدلی دی. په داسې حال کې، چې په منځني ختیځ کې شخړې روانې دي او نړۍ کې د تېلو بيې لوړې شوي، چين څنګه باثباته اقتصادي وده موندلې؟
چين د انرژۍ په برخه کې د لوړ کیفیت پرمختګ کړی او همدا يې د باثباته اقتصادي ودې مهم لامل بلل کېږي.
چین د نړۍ تر ټولو لوی صنعتي هېواد او هم د تېلو ترټولو لوی واردوونکی دی.
چین د انرژۍ امنیت ډاډمنتيا پر دې پسې نه تړي او نه هم دا موضوع ډېره مهمه بولي، چې چېرته یا څومره تیل اخیستل کېږي، بلکې پر تېلو انحصار کمولو ته ډېره پاملرنه کوي.
چین د پاکې انرژۍ او اړوندو ټېکنالوژیو پرمختګ ته د یوې مهمې ملي پالیسۍ په نظر ګوري او له تېرو څو کلونو راهیسې یې په همدې برخه کې دوامداره پانګونه کړې ده.
چین د نړۍ له ۱۰۰ زیاتو هېوادونو او سیمو سره د زرغونې انرژۍ د پروژو په برخه کې همکارۍ کړې دي.
چین د نړۍ د فوتوولټیک ماډلونو له ۸۰ سلنې څخه ډېر او هم ۷۰ سلنه د بادي برېښنا تجهیزات چمتو کړي او په تېرو لسو کلونو کې د فوتوولتیک او بادي برېښنا لګښتونه يې په جلا جلا توګه له ۸۰ سلنې او له ۶۰ سلنې څخه ډېر کم کړي دي. سربیره پردې، چین له نورو هېوادونو سره د زرغون پرمختګ تجربې شریکوي او د تېر کال تر پایه یې د کابو ۱۲۰ پرمختیايي هېوادونو شاوخوا ۱۰ زرو خلکو ته روزنه ورکړې ده.
د نایجریا مبصر اکین یوسف په دې وروستیو کې د نړۍ د انرژۍ په بدلونونو کې د چین د رول په اړه تبصره لیکلې ده.
نوموړي ويلي، په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د انرژۍ بحران روان دی او له دغسې ستونزو څخه د خلاصون لپاره د لږ پرمختګ لرونکي هېوادونه پوهېږي، چې پر فوسیلي سونګ توکو تکیه کمول او د دوامدارې انرژۍ پرمختګ د ملي انرژۍ د خپلواکۍ یوازینۍ لاره ده او چین پر همدې لارې بې له شکه تر ټولو باوري هېواد دی.
يوسف ويلي، د پرمختللو لوېدیځو هېوادونو برعکس، چین پرمختیايي هېوادونو ته د نوې انرژۍ ټیکنالوژۍ او محصولاتو د برابرولو لپاره هېڅ سیاسي شرطونه نه لري.
چین د یو لوی مسؤل هېواد په توګه پياوړی ساینسي او ټېکنالوژیکي توان لري او د پرمختیايي هېوادونو د انرژۍ د پرمختګ لپاره يې د هيلو څراغ لګولی دی.




































