لسګونو زرو جاپانيانو د جاپان په پلازمېنې ټوکيو کې د لومړۍ وزيرې سانای تاکايچي د اساسي قانون د تعديل د هڅې پر وړاندې راپورته شوي او د پارلمان مخې ته یې لاريون کړی دی.
دا د روانې مياشتې له ۸مې نېټې راهيسې دویم ځل دی، چې شاوخوا ۳۰ زره جاپانيان په کوردننه د اساسي قانون د تعدیل پر ضد لاريون ترسره کوي.
لاريونوالو ګڼ شعارونه ورکړي او پر ځينو بینرونو يې ”د جګړې ضد مقباله کوو، د اساسي قانون نهمې مادې کې باید بدلون رانشي؛ سانای تاکايچي! له دندې استعفا وکړه“ ليکلي وو.




































