د ملګرو ملتونو د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي او ټولنيز کمېسيون ۸۲مه کلنۍ غونډه د اپرېل په ۲۰ مې نېټې د تايلنډ په پلازمېنې بنکاک کې پيل شوې ده.
دغه غونډه ” هیڅوک شاته نه پرېښودل: په اسیا او ارام سمندر کې د ټولو عمرونو لرونکو لپاره د مشترکې ټولنې پراخول” په سرليک ترسره کېږي، چې د روانې مياشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې به دوام ولري.
د ملګرو ملتونو مرستيالې عمومي منشي امينه محمد د غونډې پرانيستونکو مراسمو ته وېډيويي وینا کړې ده. نوموړې ويلي، د منځني ختيځ کړکېچ نړيوال فشارونه زيات کړي او د اسيا او ارام سمندر پر هېوادونو يې اغېز کړی او تر ټولو ډېر يې کمزوري هېوادونه او سيمې زيانمنې کړې دي.
نوموړې دوامداره پرمختګ تر ټولو غوره تګلاره بللې ده او په خبره یې، دا د بېلا بېلو کچو عمر لرونکو خلکو پرمختګ ته وده ورکوي او د راتلونکو ننګونو پر وړاندې د مقابلې وړتياوې يې پياوړې کوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير ما جاوشو يادې غونډې ته په وينا کې پرانيستې همکارۍ د اسيا او ارام سمندر د چټکې اقتصادي ودې د برياليتوب کيلي بللې ده.
نوموړي ويلي، که نړيوال حالت هر ډول بدلون مومي، د سیمې هېوادونه بايد پر پرانيستو همکاريو ټينګار ولري، د نړيوالې سوداګرۍ سازمان پر محور څو اړخيز سوداګريز نظام باید وساتي، ازادې سوداګرۍ او اسانې پانګونې ته باید وده ورکړي، د تولید او عرضي ځنځيرونو ثبات باید وساتي او د سيمهييز اقتصادي يووالي بهير باید مخته يوسي.




































