استانه نیوز راپور ورکړی، چې قزاقستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو د پراخېدو او د توکو د لېږد کچې د زیاتېدو خبر ورکړی دی. د راپور له مخې دا موضوع په استانې کې د اوسپنې پټلۍ د همکاریو سازمان (OSJD) ناستې په څنډه کې ارزول شوې ده. په دې ناسته کې افغان او قزاقستاني چارواکو د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو پر زیاتوالي او پام وړ سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر کال همدې موده پرتله د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد کچه ۷۷ سلنه ډېره شوې او شاوخوا یو میلیون ټنو پورې رسېدلي دي.




































