د جاپان حکومت د اپریل په ۲۱مې نېټې د دفاعي تجهیزاتو د لېږد درې اصول او هم یې په کارونې کې اصلاحات راوستلي او د وژونکو وسلو صادراتو ته يې رسماً اجازه ورکړې ده.
د جاپان د حکومت دغه کړنه د ښي اړخو د “جګړې را پارولو” د پیل نښه بلل کېږي.
سي جي ټي اېن په دې وروستيو کې د جاپان د همدې کړنې په اړه نړيواله سروې ترسره کړې ده.
د سروې ۸۲ اعشاریه ۵ سلنه ګډونوالو ويلي، چې د جاپان د ښي اړخو د بیا پوځي کېدو هڅې د دوهمې نړیوالې جګړې دمخه د جاپان له ميليټاریزم (militarism) سره ورته والی لري او دغه هېواد يو ځل بیا پر خطرناکې لارې ګامونه پورته کړي دي.
د سروې ۸۵ اعشاریه ۱ سلنه ګډونوالو ويلي، د پوځي پراختیا پر لوري د جاپان وروستي خطرناک ګامونه د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد ښي اړخي خپله امنیتي پالیسي د یرغل او پراختیا غوښتونکي لوري ته اړوي، چې دغه کړنه به یې د اسیا او ارام سمندر سیمې امنیت ته نوي ګواښونه پېښ کړي.



































