د چین او افریقا د سوداګرۍ لومړۍ فورم د اپرېل په ۲۱مې نېټې د ایتوپیا په ادیسه ابابا کې د افریقایي ټولنې په مقر کې ترسره شو.
دغه فورم «د چین او افریقا د عملي ژورو همکاريو او د پرمختګ نوی سفر» په سرليک ترسره شوی، چې د حکومتونو، تصدیو، رسنیو او ټولنیزو سازمانونو څه د پاسه ۷۰۰ استازو پکې ګډون کړی و.
د ایتوپیا ولسمشر تای اتسکي سیلاسي ياد فورم ډېر مهم بللی او ويلي يې دي، چې افریقا د سوداګرۍ، پانګونې او نوښت په برخو کې ستر پټ توان لري او د لویې وچې د ازادې سوداګرۍ سیمې د رسمي فعاليت او د ډیجیټلي ایکوسیسټم دوامدار پرمختګ سره به ستر پرمختګ ومومي.
د افریقایي ټولنې د کمېسیون رئیس یوسف د چین له حکومت څخه مننه کړې، چې د ډېرو افریقایي هېوادونو پر محصولاتو یې د صفر تعرفې پالیسي غوره کړې او هیله یې ښودلې، چې چیني تصدۍ به په افریقا کې ډېرې پانګونې وکړي.




































