د چين دولتي شورا په دې وروستيو کې « د خدماتي چارو د ظرفيت او کيفيت د لوړولو وړانديزونه » خپاره کړي دي.
په دغو وړانديزونو کې ويل شوي، په چين کې به د خدماتو په نوم نوي برانډونه رامنځته او د خدماتو په نړيوالو بازارونو کې به د چين د سيالۍ ځواک او اغېز پياوړی شي او د خلکو د رضايت کچه به يې دوامداره لوړه شي.
په دغو وړانديزونو کې ويل شوي، چې په چين کې به د اوسيدونکو د خدمتونو، د عمرخوړلو کسانو او ماشومانو د خدمتونو او روغتيايي خدمتونې او هم کلتوري، سياليو او سپورټ په برخو کې د خدمتي چارو وده ومومي او په ۲۰۳۰م کال کې به د دغه هېواد د خدماتو د چارو عمومي ارزښت ۱۰۰ ټريليون يوانو ته ورسېږي.




































