د ګډ پرمختګ د نړیوالو اقداماتو فورم درېيمه لوړپوړې غونډه د اپريل په ۲۲مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شوه، چې پکې د شاوخوا ۱۴۰ هېوادونو، نړيوالو سازمانونو او نورو ارګانو استازو په انلاين او افلاين ډول ګډون کړی دی.
چين په ۲۰۲۱م کال کې د نړیوال پرمختګ وړانديز وړاندې کړی او ګڼو هېوادونو ترې ملاتړ کړی دی.
د يادې غونډې چيني او بهرني ګډونوال پر دې نظر دي، چې د نړیوال پرمختګ وړانديز يوازې د چين غوښتنه نه، بلکې د ټولو هېوادونو هيلې پکې منعکس شوي او همدا لامل دی، چې دغه وړاندې نړيوالې موافقې خپلې کړې دي.
دغه وړانديز د همکارۍ له نظرونو څخه ډېرې عملي تجربې خپلې کړي او نړيوال پرمختګ ته يې وده ورکړې ده.
د غونډې د ګډونوالو په اند، د نړۍ بېلا بېل هېوادونه به تر خپلې وسې د نړيوال پرمختګ وړانديز پلی کړي او ملاتړ ته به یې دوام ورکړي او هم به له چين سره همکارۍ ژورې او د نړيوال پرمختګ لپاره به ګډې هڅې وکړي.
د معلوماتو له مخې، د نړیوال پرمختګ وړانديز د ملګرو ملتونو په شمول د نړیوالو سازمانونو او څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړی او د چين هغه نظر، چې نړيوال دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، هم منل شوی دی.
د نړۍ څه باندې ۸۰ هېوادونو د نړيوال پرمختګ وړانديز په دوستانه ګروپ کې ګډون کړی او شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو، سيمو او نړیوالو سازمانونو بیا له چين سره د ياد وړانديز همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د دې ترڅنګ، بېلا بېلو خواوو د تقريباً د ۲۳ ميليارډو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۸۰۰ همکاريزې پروژې لاسليک او پلي کړي او د پرمختيايي هېوادونو د توان د لوړولو لپاره يې څه باندې لس زره پروژې ترسره کړي او په دغو پروژو کې يې د روزل شويو کسانو شمېر له ۲۰۰ زرو څخه اوښتی دی.
د ګانا ولسمشر جان ډراماني مهاما ویلي، نړيواله ټولنه باید، په داسې حال کې چې نړۍ له بېلا بېلو چلينجونو سره مخ ده، په ډېرې ځيرکۍ او هوښيارۍ کارونه او نوښتونه وکړي او د ستونزو د حل لپاره باید ټولشموله پلان جوړ کړي.
نوموړي د نړيوال پرمختګ وړانديز ستاينه کړې او هم یې د چين د نړیوال پرمختګ او همکارۍ ايجنسۍ او د نړيوال پرمختګ د هڅونې مرکز د شبکې مهم رولونه ستايلي او د يادو سازمانونو اړوند اقدامات يې د سراسري جنوب د ګډ پرمختګ د پراختيا لپاره ډېر مهم بللي دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف ویلي، د نړيوال پرمختګ له وړانديز څخه دا په ډاګه کېږي، چې نړۍ کې باید دايمي سوله او ثبات وي او دا د ټولشموله زياتوالي، د بېوزلۍ نشتون او د بېلا بېلو هېوادونو د فرصتونو د مساواتو پر بنسټ رامنځته کېدای شي.
هغه د نړیوال پرمختګ وړانديز د سراسري جنوب د هېوادونو ترمنځ د همکاريو د لا ژورتيا لپاره ګټور بللی او په خبره یې، پاکستان به له چين سره همکارۍ زياتې کړي او د دواړو هېوادونو ګډې هیلې به په لاسته راوړنو بدلې کړي.
د ګډ پرمختګ د نړیوالو اقداماتو فورم په څنډې کې يو فرعي فورم هم ترسره شوی، چې پکې چيني او بهرنيو ګډونوالو پر ډيجيټلي تخنيکي صنعت ژور بحثونه کړي دي.
د قمري اتحاد د مخابراتو وزارت د مرستيال لومړي سکرتر اميان په دې وروستيو کې د چين له يو شمېر ابتکاري هډو څخه ليدنې کړي او له رسنيو سره یې خپل احساسات او نظرونه شريک کړي دي.
نوموړي ويلي، د چين د انساني شکله روبوټونو د توليدي مرکزونو تخنيکي نوښت په نړۍ کې مخکښ ځای لري او هيله يې ښودلې، چې له دغه هېواد سره همکاريز پلان د صنعت، ټېکنالوژۍ، ايکولوژۍ او د خلکو ژوند په برخو کې په لويو لاسته راوړنو بدل کړي او ورسره د ډيجيټلي اقتصاد د پرمختګ ګټې شريکې کړي.
د چین د نړیوال پرمختګ او همکارۍ ايجنسۍ مرستيال مشر جاو فنګ تاو ويلي، چې ډيجيټلي تخنيک د نړیوال پرمختګ او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ د واټن د کمولو لپاره کليدي رول لوبوي او په خبره یې، چين به د سراسري جنوب له هېوادونو سره ډيجيټلي همکارۍ نورې هم ټينګې او د ډيجيټلي کېدو پرمختګ به پياوړی کړي.




































