د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپرېل په ۲۳مې نېټې د کمبوډيا په پلازمېنې پنوم پن کې د دغه هېواد د دولت سرپرست او د مشرانو جرګې مشر هون سين سره لیدلي دي.

هون سين د خبرو په پيل کې له وانګ يي څخه غوښتي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته د هغه صميمانه سلامونه او نيکې هيلې ورسوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې د چين او کمبوډيا د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو ستراتيژيک ډيالوګ د ميکانيزم د لومړۍ غونډې د برياليتوب مبارکي ويلې ده.
نوموړي چين د کمبوډيا تر ټولو نږدې او د باور وړ ملګری بللی او له هغې اوږدمهالې مرستې په پار يې ترې مننه کړې، چې د کمبوډيا د شاهي کورنۍ لپاره یې د درملنې او طبي کتنې اسانتياوې برابرې کړي او د خپلواک پرمختګ ملاتړ يې ترې کړی دی.
وانګ يي د کمبوډيا د دولت سرپرست هون سين ته د رئيس شي جين پينګ نیکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړې دي.
نوموړي ويلي، د پېچلي او ګډوډ نړيوال وضعيت پر وړاندې، د چين او کمبوډيا ژورې همکارۍ ډېرې مهمې دي او په خبره یې، دغه همکارۍ د دواړو هېوادونو له اوسنیو او هم اوږدمهالو ګټو سره سمون لري.




































