د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۹م نندارتون دويم پړاو د اپرېل په ۲۳مه نېټه پرانيستل شو، چې د همدې مياشتې تر ۲۷مې نېټې به دوام ولري.
د دغه نندارتون روان پړاو د باکيفيته کورني ژوند په سرلیک ترسره کېږي، چې پکې د کورنيو توکو د بشپړ توليدي ځنځير نوي محصولات، ټېکنالوژي او ډيزاينونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دويم پړاو نندارتون ۵۱۵ زره متره مربع پراخوالی لري او ټولټال ۲۵۰۰۰غرفې پکې ځای پر ځای شوې دي، چې په اکثرو کې يې د کورونو ساختماني مواد، کورني توکي، ډول ډول توليدات، ډالۍ او سينګار توکي نندارې او پلور ته وړاندې شوي دي.
د مالوماتو له مخې، د دغه نندارتون په دويم پړاو کې به څه باندې ۱۶۰ مسلکي فورمونه او د معاملو فعاليتونه هم ترسره شي.




































