د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپرېل په ۲۳مې نېټې خبري ناسته ترسره کړې او د کرنيزو او کليوالو چارو مسئول پکې ويلي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د دغه هېواد کرنيزو چارو او کليوال اقتصاد ښه پرمختګ موندلی دی.
نوموړي ويلي، په همدې مودې کې د چين په کليوالو سیمو کې د خلکو د توليدي چارو د پرمختګ تمايل ښه روان و.
د روان کال په لومړۍ ربعه کې د لويې پيمانې د کرنيزو توکو د توليدي چارو د زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاريه ۸ سلنه زياته شوې ده.
په همدې مودې کې د چين په کليوالو سیمو کې د مصرفي توليداتو د پرچون خرڅلاو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۱ سلنه زيات شوی او د خلکو منځني عايدات ۵ اعشاريه ۴ سلنه زيات شوي دي.
د روان کال په لومړۍ ربعه کې د کليوالو سیمو په کرنيزو چارو کې د پانګونې پيمانه ثابته زیاته شوې او په لوړ معيار د کرنيزو ځمکو جوړول او د کرنيزو زيربناوو د نوښت پروژو پکې پرمختګ موندلی دی.




































