د ګډ پرمختګ د نړيوالو اقداماتو فورم دريېمه غونډه د اپريل په ۲۲مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند کوه جيا کون د روانې مياشتې په ۲۳مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو له لارې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د پرمختګ اجنډا پرمخ بوزي.
نوموړي ويلي، ټول هېوادونه دې د چيني عصريتوب له پرمختيايي ګټو څخه برخمن شي.
سږ کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د نړيوال پرمختګ وړانديز د مطرح کېدو له ۵مې کليزې سره برابر دی.
چين د نړيوال پرمختګ وړانديز په چوکاټ کې له ۱۸۰۰ څخه زياتې همکاریزې پروژۍ پلې کړي، د پرمختيايي هېوادونو څه باندې ۲۰۰ زرو کسانو ته یې روزنې ورکړي او په نړۍ کې يې د ګډ پرمختګ د چارو نوي ګامونه پورته کړي او ښې لاسته راوړنې لري.
کوه جيا کون زياته کړې، چين به له بېلا بېلو خواوو سره د نړيوال پرمختګ وړانديز پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال پرمختګ اجنډا پلې کړي، د پرمختګ سرچينې به راټولې او د پرمختګ بنسټونه به ټينګ کړي، پر سوله ييز پرمختګ به ټينګار ولري او د پرانيستي پرمختګ چاپېريال به برابر کړي او د پرمختګ پايلې به تر نورو ورسوي.




































