د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۴مې نېټې روموالډ واډاني ته د بنين جمهوريت د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چين او بنين دوديزه دوستانه اړيکې لري او په دې وروستيو کې يې خپلمنځي سياسي باور پر له پسې ژور کړی دی.
نوموړي ويلي، چين او بنین د يو د بل مهمو اندېښنو ته پاملرنه او ټينګ ملاتړ کړی، په بېلا بېلو برخو کې يې دوستانه همکاريو پرمختګ موندلی او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولي دي.
نوموړي زياته کړې، چې هغه له بنين سره د اړيکو پرمتخګ ته په درنه سترګه ګوري او له منتخب ولسمشر واډاني سره به يو ځای د چين ـ افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې پايلې ښې پلې کړي او د چين او بنين د ستراتيژيکو همکاريو اړيکې به نوي پړاو ته ورسوي.




































