د چین د هوا پېژندنې ادارې د اپرېل په ۲۴ مه د اتموسفیر چاپېریال په اړه علمي معلومات چې د سپوږمکيو په وسيله ترلاسه او څېړل شوي، خپاره کړي او پلان يې ښودلی، چې د ((فینګیون)) د هوا پېژندنې سپوږمکۍ د ډیټاګانو د شبکې له لارې به دغه معلومات له نورو هېوادونو سره شريک کړي.
په داسې حال کې چې نړیوال اقلیمي بدلون ستونزه ستختېږي او سختې هوايي پېښې زیاتېږي، د اتموسفیر د جوړښت په اړه هراړخیزې او دقیقې علمي څېړنې ډېرې اړينې او مهمې شوې، د چين له لوري خپاره شوي علمي معلومات او څارګرې سپوږمکۍ د اقليمي بدلون په څېړنه کې ډېره مرسته کوي.


































