د ملګرو ملتونو د آسیا او ارام سمندر د اقتصادي او ټولنیز کمیسیون۸۲مه کلنۍ غونډه، چې د تایلینډ په پلازمېنه بنکاک کې روانه ده، د اپرېل په ۲۴مه ماسپښین پرېکړه وکړه، چې د راتلونکې ۸۳مه کلنۍ غونډه به يې د ۲۰۲۷م کال د اپرېل له ۲۶مې نېټې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې د چین په شانګهای ښار کې ترسره شي.
۲۰۲۷ د ملګرو ملتونو د آسيا او ارام سمندر د اقتصادي او ټولنيز کمیسيون د تاسیس ۸۰مه کلیزه ده. دغه سازمان په ۱۹۴۷م کال په شانګهای کې جوړ شوی او په اول کې"د آسیا او لرې ختیځ اقتصادي کمیسیون" نومول شوی و.




































