په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي ماموریت او د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر د اپرېل په ۲۴ مه “ترهګرۍ کې نوي راڅرګندېدونکي رجحانات” تر عنوان لاندې یوه ګډه غونډه ترسره کړه.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي دې غونډې ته په وینا کې وويل، چې د نړیوال وضعیت په بې ثباتۍ او د نويو ټیکنالوژیو په چټک پرمختګ سره، د ترهګرۍ ګواښ ورځ تر بلې پېچلی او شدید کېږي، نو په داسې حال کې د ترهګرۍ ضد نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا تر بل هر وخت ډېره اړینه او مهمه ده.
فو څونګ په دې اړه څلور فقره ييز وړانديز وکړ.
لومړی، نړيواله ټولنه دې د ګډ، جامع، د همکارۍ پر بنسټ او دواملرونکي امنيت مفکوره ولري. دويم، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ارګانونو رول دې ولوبول شي. درېیم نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ ضد ظرفيت لوړ کړي او له مخ پر ودو هېوادونو سره دې د تمویل، تخنيکونو، تجهیزاتو او استخباراتو په برخو کې زیاتې مرستې وکړي. څلورم، د ترهګرۍ ريښې دې له منځه يووړل شي.




































