د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ او د لاوس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د لاوس دولت رئيس تونګلون سیسسوليتح د اپرېل په ۲۵ مه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړیکو د ټينګېدو د ۶۵ مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.




































