د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیوایچ او) ویلي چې ملاریا لا هم په افغانستان کې له عامو ناروغیو څخه ده چې ډېرې کورنۍ، په ځانګړې توګه ماشومان، تر اغېز لاندې راولي. یاد سازمان د ملاریا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د عامه پوهاوي لوړول او پر وخت اقدام کولی شي د دې ناروغۍ په کمېدو کې مهم رول ولوبوي. د یاد سازمان په وینا: «پر وخت تشخیص او درملنه کولی شي د ډېرو کسانو ژوند وژغوري. موږ په ګډه کولی شو د خپلو ټولنو لپاره له ملاریا پاکه راتلونکې جوړه کړو.» ملګرو ملتونو هم ویلي چې ملاریا په افغانستان کې د کال په تودو او باراني میاشتو کې په بېلابېلو سیمو کې خپرېږي، او دا ناروغي د ماشي د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.




































