پنجشنبه, اگست 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم کشف او له منځه یووړل شو

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم کشف او له منځه یووړل شو

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

آیا لا هم د ايران او امریکا د مذاکرې فرصت شته؟

اپریل 26, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د ايران د بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي په مشرۍ پلاوي پر ځايي وخت د اپريل په ۲۵ مه پاکستان ته خپل سفر پای ته ورساوه او د همدې ورځې په شپه عمان ته ورسېد. دغه پلاوي پاکستان ته د سفر پرمهال په جلاجلا توګه د دغه هېواد له صدراعظم شهباز شریف او لوی درستيز فیلډمارشال عاصم منير سره خبرې وکړې.

عراقچي په همدې ورځ په خواله رسنۍ کې له پاکستان څخه دغه لېدنه مفیده وبلله او ويې ويل چې وبه لیدل شي آیا امريکا په ریښتیا هم د ډیپلوماتیک منځګړیتوب منلو ته لیواله ده که نه.

عمان د ايراني پلاوي د روان سفر دويمه موخه ده.

ایرانی پلاوی به د دې سفر په اږدو کې له لوړ پوړو عماني مقاماتو سره وګوري او د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه يیز وضعيت په اړه به نظرونه تبادله کړي. سي جي ټي اېن له سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي، چې عراقچي پلان لري له عمانه تر ليدنې وروسته او روسيې ته له سفر مخکې پاکستان ته بيا ولاړ شي. د ایراني پلاوي ځيني غړي د اړوندو مسئلو د همغږۍ او مشورو په موخه بيرته تهران ته ستانه شوي او ښايي په ۲۶ مه یو ځل بیا اسلام اباد ته ولاړ شي.

ټرمپ پاکستان ته د امریکا د استازو د سفر لغوه کېدو اعلان کړی

وروسته له دې چې ایراني پلاوي له پاکستان څخه لېدنه پای ته ورسوله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په ۲۵ مه په خواله رسنيو کې اعلان وکړ، چې هغه له ایراني پلاوي سره د خبرو په موخه اسلام اباد ته د امريکايي پلاوي د ليږلو پلان لغوه کړی، نوموړي پاکستان ته سفر په لاره کې "د وخت ضایع "بللی او په وینا يې، د ايران د مشرتابه ترمنځ جنجالونه او ګډوډۍ دي.

هغه زياته کړه، چې امريکا "ټول کارتونه لري"، او که ایران غواړي خبرې وکړي، “موږ ته زنګ کولای شي”

امریکا او ايران ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د مذاکراتو دويم پړاو پيل کړي

يوه ايراني ډيپلومات د اپرېل په ۲۵ مه وويل، چې ممکن ايراني او امريکايي پلاوي په راتلونکو څو ورځو کې د مذاکراتو دويم پړاو پيل کړي. سرچینې دغه راز ویلي چې ايران امریکا ته پيغام ليږلی او له ټرمپ څخه يې غوښتي، چې تهدید آمېزې خبرې ونه کړي.

دا يې هم ویلي چې ايران ټرمپ ته په پیغام کې ویلي چې که امريکا خپل دريځ نرم کړي، نو ممکن چې د ايران داخلي سخت دريځي د دواړو لوريو د مذاکراتو ملاتړ وکړي.

د پاکستان د رسمي سرچینو په وینا، اوس د مذاکراتو د لومړي پړاو په پرتله د ايران دریځ ډېر سخت شوی او پر دې يې ټينګار لري، چې د جګړې د ختمولو هره طرحه باید د امریکا د ولسمشر د غوښتنو له مخې نه، بلکې د ايران د غوښتنو له مخې اجرا شي.

ايران پر هرمز تنګي پر کنټرول ټينګار لري او امريکا د ايران له بندر څخه د بېړيو پر تګ راتګ بنديز ته دوام ورکوي

امریکايي سرچینې وايي چې د روانې مياشتې په ۲۵ مه يوازې ۳ بېړۍ له هرمز تنګي څخه تېرې شوې او دغه رقم له جګړې مخکې د ورته شمېر په پرتله د پام وړ کم شوی دی.

د ايران د پارلمان (اسلامي شورا ) يوه غړي په ۲۵ مه ويلي، چې هېواد يې د هرمز تنګي د مديريت يوه جامع طرحه جوړه کړې، چې له مخې يې په دې سيمه کې ټولې بېړۍ او کښتۍ اړې وي چې له ايران څخه د سفر اجازه واخلي. د هرمز تنګي حاکمیت به په بشپړه توګه د ایران په لاس کې وي. دغه راز د هغو هېوادونو بېړۍ چې ايران يې دښمانان بولي، نه شي کولی له هرمز تنګي تېرې شي او د اسرائيلي بېړیو تګ راتګ مطلق منع دی. دغه غړي همدارنګه زياته کړه، چې دغه طرحه د اسلامي شورا د ملي امنيت کمیسيون ته وړاندې شوې او د دې شورا  له پرانیستلو وروسته به په عمومي ناسته کې وڅېړل شي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ په همدې ورځ په اعلاميه کې ويلي، چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو کنټرولېدونکو توغندیو ویشتلو بېړۍ (یواس اس پينکني) په مسلحو چورلکو سره په عرب سمندر کې یوه تجارتي بېړۍ درولې ده. وروسته دغه سوداګريزه بېړۍ د امریکا تر لارښوونې او بدرګې لاندې ایران ته راستنه شوه. په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې امریکا به د ایران له بندر څخه د بېړيو پر تګ راتګ هراړخيزو بندیزونو ته دوام ورکړي. د بنديزونو له پیل راهیسې ۳۷ بېړۍ اړ شوې چې خپلې لارې بدلې کړي.

د ايران وسله والو قوتونو سخت دریڅ څرګند کړی او ستر مشر يې له خليجي هېوادونو غوښتي، چې وضعيت درک کړي

د ايران اسلامي انقلابي ساتندویه ځواک يا سپاه پاسداران، د دغه هېواد وسله وال ځواک او دفاع وزارت په ۲۵ مه په جلاجلا توګه د اوسني وضعيت په اړه اعلاميې خپرې کړې او د هرمز تنګي په مديريت او کنټرول يې ټينګار کړی دی.

سربېره پردې، سپاه پاسداران ویلي چې د ایران ملي دفاعي ځواکونه په ټولو جبهو او ټولو اطلاعاتي سیسټمونو کې بشپړ اماده دي. د ایران ستر مشر مجتبی خامنه ای د اپرېل په ۲۵ مه په ټولنیزو رسنیو کې له خليجي هېوادونو څخه غوښتي، چې وضعیت درک کړي، سم قضاوت وکړي او د ” شیطاني ځواکونو” د “دروغجنو ژمنو” پر وړاندې هوښیار واوسي. مجتبی وويل ، ایران له خلیجي هیوادونو هيله لري، چې د ورورګلوۍ او خلوص د ښودلو لپاره مناسب ځواب ورکړي، هغه دغه راز زياته کړه، چې دا یوازې هغه وخت ممکن دي، چې اړوند هیوادونه ځانونه د “شیطاني ځواکونو” له شر څخه خلاص کړي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بیجینګ کې به د روبوټونو دوهمه نړیواله لوبه پیل شي

اگست 13, 2026

بهرني سیلانیان: غواړو چين ته بیا بیا سفرونه وکړو

اگست 13, 2026

کرکټ؛ افغانستان له هند سره د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي

اگست 13, 2026

غزني کې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم کشف او له منځه یووړل شو

اگست 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In