د چين د ټرانسپورټ وزارت تازه ارقام ښيي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د دغه هېواد د مالونو ټرانسپورټي حجم او د بندرونو له لارې د ليږد راليږد شويو مالونو اندازې په شمول عمده شاخصونه چټک زياتوالی موندلی دی. په لومړۍ ربعه کې د سوداګريزو مالونو ټرانسپورټي حجم ۱۳ ميليارډه او ۱۹۰ ميليونه ټنو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي.
په لومړۍ ربعه کې د چين د بندرونو له لارې د معياري کانتينرونو د ليږد راليږد شمېر ۸۹ ميليونه او ۶۴۰ زرو ته رسېدلی، چې د هېواد په دننه او بهر کې د کانتينرونو د ليږد راليږد اندازې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲ اعشاريه ۳ سلنه او ۱۱ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.
په همدې مودې کې په چين کې د نړيوالو پروازونو د مسافرينو شمېر ۲۰ ميليونه او ۸۱۹ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.




































