د چين حکومت د ۲۰۲۶م کال لپاره د هېواد د ځوانانو « مې څلورمه» جايزې او د نوې زمانې د مستعدو ځوانانو د جايزو لېست اعلان کړی دی.
د هر کال د مې څلورمه نېټه په چین کې د ځوانانو ورځ وي او د دغه هېواد حکومت غوره ټولنو او مستعدو ځوانانو ته جایزې ورکوي.
د چين د کمونېست ګوند د ځوانانو لیګ مرکزي کمېټې او د دغه هېواد د ځوانانو فدراسیون سږ کال د جي ده يوان په شمول ۲۹ ځوانانو او ۳۰ ټولنو ته د مې څلورمې جایزې او ۷۴۹ کسانو ته یې د نوې زمانې د مستعدو ځوانانو جايزې اعلان کړې دي.




































