د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې ۲۲مه غونډه د اپريل د ۲۷مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د کانګرېس د دایمې کمېټې د رئیس جاو له جي په مشرۍ ترسره شوه، د يادې کمېټې ۱۵۱ غړو ګډون کړی و.
يادې غونډې ته د ملي ولسي کانګرېس د اساسي قانون او قوانينو کمېټې د مرستيال مشر يوان شو هونګ د زندانونو د قانون د تعديل شوې مسودې څېړنيز راپور، د يادې کمېټې د مرستيال مشر لوه يوان د ټولنيزو مرستو د قانون د تعديل شوې مسودې څېړنيز راپور، د يادې کمېټې د مرستيال مشر څونګ بين د طبي تامين د قانون د مسودې د تعديلاتو راپور او د يادې کمېټې مشر شين چون ينګ د کرنيزو ځمکو د ساتنې او د کيفيت لوړولو د قانون د تعديلاتو راپور وړاندې کړی دی.



































