د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره له دغه ولایت څخه متحده عربي اماراتو ته د ۲۰ ټنه الوچو صادرات پیل شوي دي. سرچینې ویلي، چې تر اوسه ۲ ټنه الوچې صادرې شوې دي او دا بهیر به دوام ولري. د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې له کندهار څخه اماراتو ته الوچې د هوا له لارې صادرېږي. سرچینې زیاته کړې، چې د دغو صادراتو ټول ارزښت څه باندې ۷۰ زره امریکايي ډالره ښودل شوی او ویل کېږي چې دا چاره د یوه خصوصي شرکت له لوري ترسره کېږي.



































