په امریکا کې د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تایید کچه د هغه د اوسنۍ دورې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې ده؛ هغه وضعیت چې د ژوند د لګښتونو لوړوالي او له ایران سره د کړکېچ له زیاتېدو سره تړل کېږي. دغه څلور ورځنۍ سروې، چې د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې، ښيي چې ۳۴ سلنه امریکایان د ټرمپ د سپینې ماڼۍ کړنې تاییدوي، په داسې حال کې چې دا کچه په مخکینۍ سروې کې ۳۶ سلنه وه. د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د هغه د واکمنۍ له پیل سره دا شمېره ۴۷ سلنه وه. سروې همداراز څرګندوي، چې د ژوند د لګښتونو د مدیریت په برخه کې د ټرمپ ملاتړ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او یوازې ۲۲ سلنه خلک د هغه له کړنو رضایت لري. شنونکي وایي، د پټرولو بیو چټک زیاتوالی د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کړی او د اقتصادي فشارونو د زیاتېدو لامل شوی دی.



































