د بېجينګ د ۲۰۲۶م کال د موټرو نړيوال نندارتون د اپرېل په ۲۴مې نېټې پرانيستل شوی، چې د مې تر ۳مې نېټې پورې به دوام ولري.
په دغه نندارتون کې د بېټرۍ د چټک چارجينګ او ځيرکې چلونې په شمول د موټرو بېلا بېل نوي تخنيکونه نندارې ته وړاندې شوي، چې د ډېرو خلکو پاملرنه يې راجلب کړې ده.
د جرمني د واکسواګن (Volkswagen) ګروپ د مديره پلاوي مشر اوليور بلومي سي جي ټي اېن ته ويلي، چې په ياد نندارتون کې يې د شرکت ۱۰ ډوله موټرونه نندارې او پلور ته ايښي، چې له دې جملې ۴ ډوله يې په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شوي او عمده انکشافي او څېړنيزې چارې يې په چين کې بشپړې شوې دي.
نړيوالو رسنيو او تصديو هم د بېجينګ د موټرو نړيوال نندارتون ته پاملرنه اړولې او ويلي يې دي، چې چين د موټرو په نړيوال صنعت کې د تخنيکي نوښت د لارښوونې رول لوبوي.
بهرنيو رسنيو په راپورنو کې چين د موټرو د نوښت مرکز او د موټرو د نړيوال صنعت ” د تمرين ډګر “ بللی دی.
په دغه نندارتون کې د دوو برخو تخنيکي نوښتونو د خلکو ډېره پاملرنه راجلب کړې ده.
په چين کې د بېټريو د تخنيکي پرمختګ په رڼا کې د برقي موټرو د طاقت او چارجينګ ستونزې ګام په ګام هوارې شوي او ورسره په لويې پيمانې د مصنوعي ځيرکتيا استعمالوونکي موټرونه په ” ځېرک ذهن “ سمبال شوي دي.
دغه موټرونه يوازې ټرانسپورټي وسايل نه دي، بلکې خوځنده او ځيرکتيا لري، چې پکې د چوکاټ، انجيني قوت، معلوماتو، ساعت تېرۍ او چلوونې د مرستې په شمول ډېر سيسټمونه شامل دي.
ولې چين د موټرو د نړيوال صنعت” د تمرين ډګر“ ګرځېدلی؟
د چين د مسافر وړونکو موټرو د بازاري معلوماتو ټولنې سرمنشي څوي دونګ شو د سي جي ټي اېن يادې پوښتنې ته د ځواب پرمهال د چين د سيسټماتيک نوښت غوره والی ياد کړی دی او په خبره یې، چين د اومو موادو، مهمو لوازمو او بشپړو موټرو د توليد په شمول پوخ ځنځير لري او د بېټريو، اټوماټيکې چلونې او ځيرک کابينيټ په برخو کې د پرمختللو ټېکنالوژيو پر مټ د موټرو په نړيوال صنعت کې د نوښتونو سرچينه ګرځېدلې ده.
چين په تېرو کلونو کې چټک پرمختګ کړی او د موټرو د توليد او پلور اندازې يې په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړی نړيوال مقام نیولی دی.
د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د موټرو صادراتي حجم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۶ اعشاريه ۷ سلنه زيات شوی، چې له دې جملې څخه د نوې انرژۍ د موټرو صادرات يې يو اعشاريه ۲ چنده زيات شوي دي.
چين د موټرو د نړيوال صنعت لپاره نه يوازې لومړی لوی مصرفي بازار، بلکې د ټېکنالوژیو د چټک پرمختګ او فعال او عمده نوښتي ډګر هم دی. دغه راز د موټرو ډېرو نړيوالو تصديو د ښو زده کړو لپاره چيني بازارونو ته مخه کړې او هم بهر ته د چيني توليداتو او تخنيکونو صادرات پراخ شوي دي.
کارپوهان ”د چين سرعت “ د موټرو د بهرنيو تصديو د راجلبولو مهم لامل بولي.
د امريکا د اليکس پارټنرز (AlixPartners) مشورتي کمپنۍ شمېرې ښيي، چې په چين کې د نوې انرژۍ موټر د څېړنې او انکشاف نوبتي موده شاوخوا ۲۰ مياشتو ته اړتيا لري او دغه وخت د عادي موټرو د توليدونکو تصديو په پرتله نيمه برخه کم شوی دی.
نوموړي ويلي، د موټرو بهرنيو تصديو د چين د توليدي ځنځير د لوړ مؤثريت، پرمختللو ټېکنالوژيو، پياوړي بازار او د لويې پيمانې د استعمال په رڼا کې په دغه هېواد کې د خپلو توليداتو د څېړنې او انکشاف نوبتي موده ډېره کمه کړې ده.
اوسمهال نړۍ د انرژۍ کمښت سره مخ ده او په ورته وخت کې بیا زرغون اصلاحات هم روان دي.
په بهر کې د چين د موټرو د تولیدونکو تصديو پرمختګ د نړيوالو بازارونو اړينه اړتيا بلل کېږي او د چين برقي موټرونه د ښه کيفيت او مناسبو بيو له امله په ډېرو هېوادونو کې د مشتريانو ښه انتخابونه ګرځيدلي دي.
د اتريش « دير ستنډار» ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي، چې په هرو دوو اروپايانو کې يو یې د چيني موټر د اخيستلو په هڅه کې دی.
تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې د چين د موټرو تصديو د پاګونې، د فابريکو او څېړنيز او انکشافي مرکزونو د جوړولو او له بهرنيو پانګو سره د ګډو شرکتونو د تاسيس له لارې خپل توليدي توان، اکمالاتي ځنځير او تخنيکي معيارونه بهرنيو هېوادونو ته رسولي او د نړۍ په زرغونو اصلاحاتو کې يې مهم رول لوبولی دی.
د بېجينګ د موټرو نړيوال نندارتون د دې ښکارندويي کوي، چې چين د ورخلاصون او همکاريو له لارې له نړۍ سره راکړه ورکړه پياوړې کړې او هم یې د چيني شکله عصريتوب ګټې له ټولو هېوادونو سره شريکې کړې دي.



































