د ډيجيټلي چين ۹مه سرمشريزه د اپريل په ۲۹مې نېټې د فو جيان ولایت په فو جو ښار کې پرانيستل شوه، چې ګڼو کارپوهانو پکې ګډون کړی دی.
چين په همدې ورځ د ۲۰۲۵م کال د ډيچيټل چين د پرمختګ راپور هم خپور کړی، چې له مخې يې تېر کال د ډيجيټل چين د پرمختګ ګراف ۱۷۰ اعشاريه ۱ ښودل شوی او دغه شمېر د وړم کال د ورته مودې په پرتله ۱۲ اعشاريه ۹۹ سلنه زياتوالی ښيي.
د راپور مالومات ښيي، ډيجيټلي چين نوی پرمختګ موندلی دی.
د چين د احصائيې ملي ادارې مرستيال يو ينګ رسنيو ته ويلي، په هېواد کې يې تېر کال يو شمېر ډيجيټلي تخنيکونه رامنځته شوي او د مصنوعي ځيرکتيا اپليکېشن يې چټک پرمختګ موندلی دی.
نوموړي ويلي، په چين کې د ډېټا ټولګې د کارېدو پلاټفورمونه نور هم زيات شوي او د طب، صنعت او تعليم په برخو کې د جوړو شويو ډېټاګانو د ټولګو شمېر يې له ۱۱۰ زرو څخه اوښتی دی.



































