په داسې حال کې چې د ايران او امريکا ترمنځ شخړې د سمندري لارې امنيت سخت ګواښلی، د سريلانکا، امريکې او هسپانيې ګڼو رسنيو د چين په پانګونې د ځينو بندرونو او د چين- اروپا ريلوۍ ايکسپرېس مثبته ارزونه کړې او د کمربند او لارې نوښت پر اهميت يې بيا ټينګار کړی دی.
د سريلانکا يوې ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي، چې په منځني ختيځ کې د شخړې د سختوالي په اثر د دغه هېواد په جنوب کې د هامبانتوتا نړيوال بندر بوختيا تر زياتې اندازې زياته شوې ده. دغه نړيوال بندر د چين او سريلانکا په ګډو پانګو د کمربند او لارې د ابادۍ يوه مهمه پروژه بلل کېږي. د ۲۰۲۶م کال په لومړۍ ربعه کې د هامبانتوتا نړيوال بندر په وسيله د صادراتي او وارداتي توکو اندازه ۲.۰۱ ميليونه ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه زياتوالی ښيي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۳م کال کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز کړی، چې تراوسه د نړۍ څه دپاسه ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو پکې برخه اخيستې ده. د هسپانيې د چيني پاليسۍ څار وېبپاڼې په دې وروستيو کې په يوې ليکنې کې ويلي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز د چين ستراتيژيک پلان د بنسټيزو تاسيساتو، متقابل پیوستون، سوداګرۍ او توليدي چارو پر يوې همکاريزې شبکې بدل کړی دی.



































