د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د اپرېل د ۳۰مې نېټې په سهار په شانګهای کې د بنسټيزو څېړنو د پياوړتيا ناستې کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي بنسټيزې څېړنې د علمي سيسټم سرچينه او د ټولو تخنيکي مسئلو د حل عمده کيلي بللې او په خبره یې، چين به په لا قوي ځواک او لازياتو اغېزمنو اقداماتو بنسټيزې څېړنې پياوړې کړي او نوښتي توان به لوړ او د ساينس او ټېکنالوژۍ د پياوړي هېواد د ابادۍ بنسټ به لا ټينګ کړي.
شي جين پينګ ويلي، چين به د نوښت په نړيواله شبکه کې ابتکاري ګډون وکړي، د بنسټيزو څېړنو نړيوالې همکارۍ به ژورې کړي، له نورو هېوادونو سره به د اقليمي بدلون، انرژۍ، چاپېريال، ژوند او روغتيا په شمول د مهمو علمي مسئلو څېړنې ترسره کړي او د ساينس او ټېکنالوژۍ په نړيوال مديريت کې به فعال ګډون وکړي.



































