د چين او امريکا په اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو کې د چين مسؤل او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د امريکايي لوري له مسؤل او ماليې وزير سکوټ کېنيس هومر بېسنټ او له سوداګريز مرکچي جېميسون ګرير سره وېډيويي خبرې کړې دي.
دواړو خواوو په بوسان کې د مشرانو په ليدنې او تېرو څو تليفوني خبرو کې د شويو ګډو نظريو د پلي کولو، د يو بل د پاملرنې وړ اقتصادي او سوداګريزو مسئلو د معقول حل او د خپلمنځي واقعي همکاريو د پراخولو په شمول د يو لړ موضوعاتو په اړه د نظريو ډاګيزې، ژورې او رغنده تبادلې کړې دي.
هه لي فنګ پر چين د امريکا پر وروستيو اقتصادي او سوداګريزو محدوديتونو جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
دواړو خواوو موافقه کړې، چې د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو ميکانيزم څخه به بیا ګټه پورته کړي، خپلمنځي ګډې نظريې به پر له پسې زياتې او توپيرونه به کنټرول کړي، همکارۍ به پياوړې او اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته به سالم، ثابت او دوام لرونکی پرمختګ ورکړي.


































