په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اپريل په ۳۰مې نېټې د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه د امنيت شورا غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په کوريا ټاپووزمې کې د جنګ او شخړې د راپارېدو مخه ونیسي.
فو څونګ ويلي، اوسمهال د نړۍ امنيتي وضعيت مخ په سختېدو دی او سيمه ييزې تودې مسئلې او شخړې هم په پراخېدو دي.
هغه ثابته او سوله ييزه ټاپووزمه د سيمې د هېوادونو او هم د نړيوالې ټولنې لپاره ګټوره بللې او پر اړوندو خواوو يې غږ کړی، چې سړه سينه او زغم وساتي او د کوريا ټاپووزمې د مسئلې د سياسي حل لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
فو څنګ د کوريا ټاپووزمې مسئله امنيتي بللې او په خبره يې، مرکزي ستونزه يې د امریکا او د ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ تضاد دی او که امريکا غواړي دغه مسئله حل کړي، نو خپل تاريخي مسئوليت دې پر غاړه واخلي، د ډيموکراتيکې کوريا پر وړاندې دې د دوښمنۍ تګلارې بدلې او پرې لګيدلي بنديزونه دې لغوه کړي، له پوځي تمرین څخه دې لاس واخلي، د نړۍ یووالی دې وساتي او د نورو هېوادونو غندنې دې پای ته ورسوي.



































