د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپرېل په ۳۰مې نېټې د امريکا له بهرنيو چارو وزير مارکو انتونیو روبيو سره ټېليفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي له خپل امريکايي سیال سره په خبرو کې د چين او امريکا د مشرانو ډيپلوماسي د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو بنسټیز اصل بللی او په خبره یې، د چين او امريکا اړيکې د رئیس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې عموما باثباته پاتې شوې دي.
نوموړي ويلي، د چين او امريکا ښې اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو او هم د نړيوالې ټولنې له لویو تمو سره سمون لري.
وانګ يي په خپلو خبرو کې د تایوان مسئلې ته هم اشاره کړې او په ټينګار يې ويلي، چې د تايوان مسئله د چين په اساسي ګټو پسې تړاو لري او د چين او امريکا په اړيکو کې تر ټولو لوی احتمالي خطر دی.
وانګ يي زیاته کړې، امريکا دې خپلې ژمنې پوره او سم انتخاب وکړي، د چين او امريکا د همکاريو لپاره دې نوې فضا پرانیزي او د نړیوالې سولې لپاره دې هڅې وکړي.
انتونیو روبیو د امریکا او چین اړیکې د نړۍ تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې يادې کړي او ويلي يې دي، چې دواړه خواوې دې نظر تبادلې او همغږي وساتي، یو بل ته دې درناوی وکړي او توپیرونه دې سم حل کړي.
دواړو سیالانو د منځني ختیځ د وضعیت په اړه هم د نظریو تبادله کړې ده.



































