د سیرالیون ولسمشر جوليوس مادا بيو په دې وروستیو کې د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه.
۲۰۲۶م کال د چین او سیرالیون ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس ۵۵مه کلیزه او همدارنګه د دوی تر منځ د همکارۍ د هر اړخیزې ستراتیژیکو اړيکو د ټينګېدو ۱۰مه کلیزه ده. ولسمشر بیو په دې مرکه کې د چين له حکومت څخه مننه څرګنده کړه، چې د واکسینونو، زیربناوو، کرنیزو تولیداتو او تعرفو معافیتونو په ساحو کې يې له سيراليون سره ارزښتناکې مرستې ورکړې او ژمنه یې وکړه چې هېواد به يې د یو چین پالیسۍ په کلکه رعایت کړي.
ولسمشر بیو په مرکه کې د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو هم غږ وکړ چې متحد شي، جیوپولیتیک توپیرونه یوې خوا ته کړي، د افریقایي هیوادونو غږ لوړ کړي او د جګړې او شخړو مخه ونیسي.



































