په ملګرو ملتونو کې د چین دیپلوماتیک پلاوي د بې وسلې ادارې مستشار شو فنګ د تېر اپرېل په ۳۰مه نېټه د امنیت شورا په یوه غونډه کې د ذروي وسلو د لرلو په اړه د جاپان پر نیت سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي، د جاپان دغه نیت د نړیوالې ټولنې د بنسټيزې کرښې لپاره سخت چلنج دی.
نوموړي د قاهرې اعلامیې، پوتسدام اعلامیې او د جاپان د تسلیم پروتوکول په شمول د یو لړ قانوني سندونو په قول پر دې ټینګار وکړ چې جاپان باید پوره بې وسلې شي او هر ډول اړوندې چارې دې بندې کړي.



































