د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د تېر اپرېل په ۲۸مه نېټه د ناورینونو د مخنیوي، له طبیعي ناورینونو سره د مقابلې او له ناورین ځپلو وګړیو سره د مرستې د توان پياوړتیا په اړه ۲۵مه ډله ییز پوهاوی ترسره کړې ده.
د یادې کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د غونډې د مشري کولو پرمهال پر دې ټینګار وکړ چې اړوند ارګانونه باید د باکیفیته پرمختګ او د لوړې کچې امنیت د ساتلو له لحاظه د ناورینو د مخنیوي او ورسره د مقابلې د چارو مهموالي جدي وپېژني، له طبیعي ناورینونو سره د مقابلو توان دې لا نور پياوړی کړي او د وګړیو د سر او مال خوندیتوب دې ښه وساتل شي.



































