عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد شمالي زون ته د سفر پر مهال د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ روغتیايي پروژو د بنسټ ډبرې اېښودې او د یو شمېر نورو پروژو د پلې کېدو چارې یې پرانیستې دي .د وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادې پروژې په جوزجان، سمنګان او کندز ولایتونو کې پلي کېږي. د معلوماتو له مخې، د جوزجان ولایت د منګجیک ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړولو پروژه د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې ده. همداراز، د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړېدو چارې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې او د کندز ولایت د کلباد ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړولو بنسټ هم د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت اېښودل شوی دی.



































