د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاند لای چينګ ده د می په دويمه نېټه له سوازيلينډ څخه د تای وان سيمې د مشر لای چينګ ده د سفر په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړی دی.
پوښتنه دا وه: د خبر له مخې د تای وان سيمې مشر لای چينګ ده د می په دويمه نېټه د سوازيلينډ د پاچا د ځانګړې الوتکې په وسيله دغه هېواد ته ورسېد. چین په دې اړه څه نظر لري؟
په دې اړه د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې د تای وان سیمې په يي لان ولسوالۍ کې د زلزلې تر څو ساعتو وروسته لای چينګ ده د خلکو ژوند له پامه غورځولی او په پټه توګه د يوې بهرنۍ الوتکې په وسيله له دې سیمې څخه وتلی او د خلکو پيسې يې ضايع کړې او نړيواله سياسي ډرامه يې جوړه کړې ده.ده ویلي: مونږ د سوازيلينډ په شمول پر ځينو هېوادونو غږ کړی چې تاريخي تمايل ته سم وګوري، د زمانې څپې تعقيب کړي او د تایوان له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ ونه کړي.


































