د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د مې په ۲مه نېټه رسنیو ته وویل، امریکا له ۲۰۲۵م کال راهیسې له ایران سره د تېلو سوداګرۍ په پلمه د چین پنځه تصدۍ په اس ډي ان لیست کې شامل کړی او پر دغو تصدیو یې د سرمایو کنګل او د تجارت د منع کولو بندیزونه لګولي دي.
نوموړي ویاند وویل، د امریکا دغه اقدام د نړیوالو قوانینو او اړیکو له اصولو سره په ټکر کې دی. د چین د سوداګرۍ وزارت د خپل هېواد حاکمیت، امنیت، د پرمختګ ګټو او خپلوالانو د ساتلو لپاره د امریکا بندیزونو د مخنیوي حکم صادر کړی او پر یادو ۵ چینايي تصدیو د امریکې بندیزونه هېڅ نه مني او نه يې مراعاتوي.



































